سياستمهم خبرونه

خلیلزاد: د طالبانو تر اقداماتو وروسته د داعش غړي پاکستان ته تللي دي

زلمی خلیلزاد، د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی، وايي د طالبانو د ادارې اقداماتو پر ضد د داعش ډلې، نوې امنیتي پایلې رامنځته کړې دي. د ده په وینا، د دغو اقداماتو له امله د داعش یو شمېر غړي له افغانستانه وتلي او پاکستان ته تللي دي.

خلیلزاد زیاته کړې چې دا کسان اوس د پاکستان له خوا بیا د افغانستان پر ضد کارول کېږي؛ يو موضوع چې کولای شي د سرحدي امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او د سیمې د بې‌ثباتۍ سبب شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره همېشه ادعا کوي چې داعش یې په بشپړه توګه په افغانستان کې ځپلې ده. خو منتقدان وايي د امنیتي تګلارو د نه شفافیت او د سیمه‌ییزو پایلو د مدیریت د ناتوانۍ له امله، د توندلارو ډلو د انتقال او بیا تنظیم زمینه له پولو بهر برابره شوې ده.

امنیتي شنونکي باور لري چې هر ډول د داعش جنګیالیو انتقال ګاونډیو هېوادونو ته نه یوازې د افغانستان لپاره ګواښ دی، بلکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره هم یو ستر چلنج ګڼل کېږي او له طالبانو غواړي چې روښانه او مسؤل ځواب ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button