سياستمهم خبرونه

خالد حنفي: د طالبانو د نظام د مخالفينو پر وړاندې جهاد فرض دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي، په نورستان ولایت کې یوې دینی مدرسې ته په وينا کې ويلي چې د طالبانو د اوسني نظام يا د افغانستان پر خاوره د هر ډول برید پر وړاندې جهاد “فرض عین” دی.

نوموړي ادعا کړې چې دا دریځ د هغو سلګونو دیني عالمانو د فتوایې پر بنسټ دی، چې تازه په کابل کې راټول شوي وو. د حنفي په وينا، دغو علماوو په ناسته کې ویلي چې د طالبانو د ادارې پر جوړښت يا د هېواد پر خاورې هر ډول تعرض، د اسلام پر ضد برید ګڼل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دیني اصطلاحاتو څخه د زور، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو د توجیه لپاره کار اخیستل، تل د هېواد د اوسېدونکو او مدني بنسټونو د ژورې اندېښنې لامل شوي دي. منتقدان وايي، دغسې دریځونه کولای شي د مدني فضا د محدودېدو او د دین په نوم د سرکوب مشروعیت ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د چارواکي دا وینا د هغه دریځونو دوام ګڼل کېږي چې د دوی د ځانګړي دیني تعبیر د پیاوړتیا، او د سیاسي او ټولنیزو مخالفتونو د عقیدتي مفاهیمو سره تړلو هڅې بيانوي؛ یوه تګلاره چې د خلکو پر بنسټیزو حقونو، د امنیت وضعیت او د افغانانو ترمنځ د ګډ ژوند پر راتلونکي پراخې پوښتنې راولاړې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button