اقتصادمهم خبرونه
د قزاقستان د غنمو صادرات افغانستان ته دوه برابره زيات شوی

د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت وايي چې د دې هېواد د غنمو صادرات افغانستان ته تېر کال په څرګند ډول زيات شوي او د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوي دي.
د دې شرکت د چارواکو په وينا، د قزاقستان د غنمو صادرات افغانستان ته له ۲۱۶ زره ټنه ۴۱۶ زره ټنو ته رسېدلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو د پام وړ زياتوالی ښيي.
د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت چارواکو ټينګار کړی چې دغه هېواد غواړي خپل ځای د سيمې د غنمو له لوي صادروونکو هېوادونو څخه وساتي او همدارنګه هڅه کوي چې په نړيوالو بازارونو کې خپله ونډه نوره هم زياته کړي.
افغانستان چې د خپلې کورنۍ بازار د غنمو د اړتياوو يوه ډېره برخه د وارداتو له لارې پوره کوي، په وروستيو کلونو کې د قزاقستان د غنمو له مهمو صادروونکو مقاصدو څخه شمېرل کېږي.




