د قزاقستان د غنمو صادرات افغانستان او منځنۍ اسیا ته زیات شوی دی

قزاقستان په وروستیو میاشتو کې خپل د غنمو صادرات افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته په څرګند ډول زیات کړي دي؛ چارواکي وايي دا زیاتوالی د دودیزو صادراتي بازارونو د لوړې تقاضا پایله ده.
د قزاقستان د رېل پټلۍ شرکت (Kazakhstan Temir Zholy – KTZ) د معلوماتو له مخې، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت خپاره کړي، قزاقستان د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له میاشتې تر دسمبر تر ۱۹مې نېټې پورې ټولټال ۳.۹ میلیونه ټنه غنم بهر ته صادر کړي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۳.۴ میلیونو ټنو څخه د صادراتو د روڼ زیاتوالي نښه ده.
په مهمو مسیرونو کې د صادراتو ډېر زیاتوالی ثبت شوی دی. د ازبکستان پر لور د غنمو صادرات ۳۵ سلنه لوړ شوي او له ۱.۳۱۵ میلیونو ټنو ۱.۷۷۴ میلیونو ټنو ته رسېدلي؛ همدارنګه، د قرغیزستان پر لور صادرات دوه برابره شوي او له ۵۹ زرو ټنو ۱۲۲ زرو ټنو ته زیات شوي دي. د افغانستان په لور صادرات هم ۳۶.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۹۰ زرو ټنو ۲۶۰ زرو ټنو ته رسېدلي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت وايي چې د نویو راټول شوو محصولاتو صادرات د دودیزو بازارونو د لوړې تقاضا نښه ده او دا عامل د غنمو د صادراتو د دوامداره ودې ملاتړ کوي. د دغه وزارت وزیر، ایداربیک ساپاروف، د دسمبر په ۲۴مه په خبري غونډه کې ویلي چې د قزاقستان د غنمو ټولیزه صادراتي ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او دا هېواد خپل غنم ۴۵ هېوادونو ته صادروي.
د ساپاروف په وینا، د غنمو فعال صادرات د قزاقستان د کورني بازار ثبات ته مرسته کوي، ځکه دا هېواد د خپلو اړتیاوو دوه تر درې برابره غنم تولیدوي او د اضافي صادراتو له لارې د قیمتونو پر فشار کموالی راولي. په همدې حال کې، رسمي شمېرې ښيي چې د قزاقستان د ټولې سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۱۱۶.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۷ سلنه کمښت ښيي؛ صادرات کم شوي، خو واردات زیات شوي دي.




