قزاقستان به د بلخ د نیمګړو روغتیایي پروژو له بشپړولو ملاتړ کوي

د بلخ د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د دې ادارې رییس رحمتالله منصور د قزاقستان د سفارت له سلاکار اولژاس ماتایف سره لیدنه کړې ده. په دغه لیدنه کې د روغتیایي خدمتونو پراختیا، د موجودو ستونزو ارزونه او د روغتیا سکتور پیاوړتیا د بحث اصلي موضوعات وو.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د قزاقستان د سفارت سلاکار ژمنه وکړه چې هېواد به یې د نیمه جوړې سرطان روغتون، د ناپیلو ناروغیو ناتمام روغتون او د سوځېدنې نیمګړی روغتون د بشپړولو په چارو کې همکاري وکړي. دغه پروژې د بلخ د اوسېدونکو لپاره د تخصصي روغتیایي خدمتونو له بنسټیزو اړتیاوو څخه بلل کېږي.
همدارنګه، ماتایف ژمنه وکړه چې قزاقستان به د بلخ د حوزوي روغتون د عاجل څانګې د پیاوړتیا ملاتړ وکړي او د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون په جوړولو کې به هم مرسته وکړي؛ پروژه چې کولای شي د درملنې د بسترونو د کموالي یوه برخه جبران کړي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په یوې خبرپاڼې کې زیاتوي چې د قزاقستان د سفارت د سلاکار په وینا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو طرحه هم د راتلونکو همکاریو په اجنډا کې شامله ده؛ هغه اقدام چې تمه ده د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې د خدمتونو کیفیت ښه کړي.




