قزاقستان: افغانستان د سيمې د ترانزېټي ملګري په توګه ګڼل کېږي

د قزاقستان سفير په اسلاماباد کې اعلان کړی چې آستانه چمتو ده د يوې سيمهييزې پټلۍ د جوړولو بشپړ لګښت تمويل کړي؛ دا پروژه د مرکزي آسيا هېوادونه د ترکمنستان او افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو سره نښلوي.
یرژان کیستافین د دې طرحې د اهميت په يادولو سره ويلي، دغه اقدام د قزاقستان لهخوا د مرستې په توګه نه، بلکې د متقابلې او اقتصادي پانګونې په توګه ګڼل کېږي. د ده په وينا، دا پټلۍ کولای شي د سيمې هېوادونو ته نوي سوداګريز مسيرونه پرانيزي.
د قزاقستان د سفير د ارزونو له مخې، د دې پروژې هغه برخه چې د افغانستان له خاورې تېرېږي، د جوړېدو لپاره شاوخوا درې کاله وخت ته اړتيا لري. هغه ټينګار وکړ چې د دې مرحلې برياليتوب د ټولې طرحې د عملي کېدو لپاره بنسټيز رول لري.
کیستافین زياته کړه چې په دې نوښت کې افغانستان د خنډ په توګه نه، بلکې د ترانزېټي شريک په توګه ليدل کېږي. هغه وويل، د سوداګرۍ پراختيا او سيمهييزه نښلول به د افغانستان د اقتصادي ثبات په رامنځته کولو کې مرسته وکړي؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر ادارې لاندې په اوسنیو شرايطو کې د روڼ مديريت او د پروژو د امنيت د تضمين غوښتنه کوي.




