دوهم سرلیککلتور او هنرمهم خبرونه

حامد کرزی له طالبانو د نجونو پر مخ د بندو ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصولو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پراختیا لپاره د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړی او پکې یې ویلې چې علم او زده کړه د ټولنو د بحرانونو څخه د خلاصون او د دايمي سولې ته د رسېدو بنسټیز عنصر دی.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ او ځان بساینې لپاره جدي اړتیا لري چې زده کړو ته لاسرسی ولري، او پرته له دې به هېواد له شته ستونزو څخه نه شي وتلی.

هغه له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ بند شوي ښوونځي او پوهنتونونه ژر تر ژره بېرته پرانیزي، څو افغان ښځې او نجونې وکولای شي د هېواد د علمي راتلونکي او پراختیا په برخه کې خپل رول ولوبوي.

پخواني ولسمشر همدارنګه د هېواد له ځوانانو، که نجونې دي که هلکان، غوښتي چې د تعلیم لپاره له هر فرصت او امکاناتو استفاده وکړي او د شخصي او ټولنیز ودې لپاره هلې ځلې وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې افغانستان به د خپلو لوستو کسانو په مټ د سولې او ثبات پر دوامداره لور ګام واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button