امنیت او پېښېمهم خبرونه

کرزي د پاکستان پر هوايي بریدونو توند غبرګون وښود

حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، ويلي چې د پاکستان جنګي الوتکو يو ځل بيا د کابل، کندهار او پکتياد سيمې بمبارۍ کړي دي. ده دغه څرګندونې د پنجشنبې په شپه، د حوت په اوومه نېټه، په خپله د ایکس پاڼه کې خپرې کړې دي.

کرزي د دغو پېښو په غبرګون کې ليکلي چې د افغانستان خلک به په هر حالت کې د بشپړ اتحاد له لارې د خپل هېواد دفاع وکړي او د ده په وينا، د هر ډول تېري پر وړاندې به پرېکنده او زړور ځواب ورکړي.

پخواني ولسمشر همداراز ټينکار کړی چې پاکستان د تاوتريخوالي او هوايي بریدونو په کارولو سره له هغو ستونزو نشي خلاصېدلی چې خپله يې رامنځته کړې دي. د ده په باور، د ستونزو حل په دې کې نغښتی چې د پوځتيا پر ځای د ښې ګاونډيتوب، متقابل درناوي او متمدنو اړيکو لاره خپله کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې په کابل، کندهار او پکتیا کې چاودنې او هوايي بریدونه شوي دي. تر اوسه د دغو پېښو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button