مهم خبرونهنړیوال
په کراچۍ کې د پښتنو د نیولو او ځورونې دعوې؛ له اختر وروسته د لاریونونو اعلان

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي چې د کراچۍ امنیتي ادارو د پښتنو د نیولو او ځورولو لړۍ پیل کړې ده. د دغه ګوند چارواکي وایي، دغه اقدامات د ښار پښتانه اوسېدونکي په نښه کړي دي.
د ګوند یو شمېر چارواکو د کراچۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی د هغه څه پر وړاندې چې «د پښتنو نیول او ځورول» یې بللي، د ګډ غږ پورته کولو لپاره د سړکونو احتجاجي لړۍ تر لاس لاندې لري.
د هغوی په وینا، دا اعتراضي خوځښت به د عوامي نشنل ګوند، د ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون تحفظ غورځنګ په همکارۍ له اختر وروسته پیل شي. د دغو لاریونونو تنظیموونکو هدف د نیونو مخنیوی او د پښتنو پر وړاندې د فشارونو پای ته رسول بللي دي.
تر اوسه د پاکستان امنیتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




