امنیت او پېښېمهم خبرونه

د کراچۍ د ګازو چاودنې ۱۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي

په کراچۍ ښار کې د سلجر بازار اړوند د «رانا کالوني» په یوه استوګنیز ودانۍ کې د ګاز سلنډر د چاودنې له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د ودانۍ په لومړۍ پوړ کې رامنځته شوې او د ودانۍ یوه برخه یې له منځه وړه. د ژغورنې د ټیمونو د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه ځوانه نجلۍ هم شامله ده. د چاودنې زور دومره شدید و چې د ودانۍ چت راپرېوت او ودانۍ ته یې درانه زیانونه ورسول. د ژغورنې چارواکو ویلي، احتمال شته چې دوه کسان لا هم د ودانۍ لاندې بند پاتې وي، او ژغورونکې ډلې د ځانګړو وسایلو په وسیله د هغوی د راایستلو هڅې کوي. عیني شاهدان وايي، د چاودنې زور دومره قوي و چې د شاوخوا ودانۍ ولړزېدې او د سیمې فضا یې له وېري ډکه کړه. د بیړني مرستندوی ټیمونه او سیمه‌ییز چارواکي اوس هم په سیمه کې دي او د چاودنې د دقیق علت د معلومولو پلټنې روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button