دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د کراچۍ د اورلګېدنې قربانیان ۲۶ تنو ته رسېدلي

د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د سه‌شنبې په ورځ، د جدي میاشتې په ۳۰مه راپور ورکړی چې د کراچۍ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۲۶ تنو ته رسېدلی او ۸۳ تنه نور ورک شوي دي. دغه رسنۍ زیاته کړې چې له اورلګېدنې څخه ۴۸ ساعته تېر شوي او د جسدونو د لټون عملیات لا هم روان دي. دا اورلګېدنه د «ګل پلازا» په نوم سوداګریز مرکز کې شوې چې مساحت یې د یوې د فوټبال د لوبغالي په اندازه اټکل شوی دی. دغه سوداګریز مرکز ۱۲۰۰ دوکانونه درلودل. د راپورونو له مخې، سلګونه کسان د ودانۍ شاوخوا راټول شوي او د ژغورنې ډلې د پاتې ژوندي کسانو د موندلو هڅې کوي. یو سړی د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ده مېرمن، کوزې او د کوزې مور د پېرلو لپاره تللې وې، خو تر اوسه ورکې دي. کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button