اقتصاد

د سرحدي لارې تړل د زرګونو سوداګرو د بند پاتې کېدو سبب شوي

د پاکستان د سرحد د سوداګرۍ او صنعت خونې خبرداری ورکړی چې د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله له لس زرو زيات افغان او پاکستاني سوداګر له خپلو ترانزيټي مالونو سره د کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او له پراخو مالي زيانونو سره مخ دي.

د “ايکسپريس ټريبيون” ورځپاڼې د سه‌شنبې په ورځ، د جدي نهمه نېټه، د دې بنسټ له خولې راپور ورکړی چې د تورخم، سپين بولدک، خرلاچي او غلام خان د بندرونو تړل کېدل د دواړو خواوو ترمنځ د عادي سوداګرۍ لړۍ ګډه وډه کړې او د سوداګرو پر اقتصادي حالت يې دروند فشار راوړی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان او د منځنۍ آسيا جمهوريتونو ترانزيټي سوداګرۍ پورې تړلي شاوخوا ۱۱ تر ۱۲ زرو کانټينرونه د بندر کراچۍ کې د سرحدونو د تړل کېدو له امله بند پاتې دي او د هغوی د انتقال امکان نه شته.

په عين وخت کې، زرګونه صادراتي او وارداتي باروړونکي موټرونه هم د دغو لارو په اوږدو کې تم پاتې دي او فاسدېدونکي توکي یې د خرابېدو په حال کې دي؛ وضعيت چې د سوداګرو زيانونه نور هم زياتوي.

ملګرو ملتونو هم په يو راپور کې ويلي چې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل هره ورځ د دواړو هېوادونو سوداګرو ته شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اړوي؛ موضوع چې يو ځل بيا د طالبانو د پرېکړو او سرحدي جګړو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button