امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کاپيسا کې د غر ښويېدنې له امله څلور کسان مړه او شپږ ټپيان شول

د کاپيسا ولايت د مرکز اړوند د «شوخي» کلي په يوه استوګنيز کور د غر له ښويېدو وروسته څلور تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. دا پېښه د تېر ماښام رامنځته شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو آمر دا خبر تاييد کړی او ويلي یې دي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د غر له سطحې د خټې او ډبرو لویه توده راښکته او پر يوه استوګنيز کور ولوېده.

د سيمې د خلکو په وينا، د پېښې قربانیان د همدې کور اوسېدونکي دي. ټپيان د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو د دوی د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د غر ښويېدل د افغانستان په ځينو غرنیو سيمو کې د طبيعي پېښو له جملې څخه دي چې زياتره د ژمي په موسم او د باران يا واورې د ورېدو پر مهال رامنځته کېږي. سره له دې، د مخنيوي د تدابيرو کمښت او د طبيعي خطرونو د مديريت د منظم پروګرامونو نشتوالی تل د دې لامل شوی چې په دغسې پېښو کې د خلکو تلفات زيات شي. دا موضوع د طالبانو د ادارې له لوري د محلي او مرکزي چارواکو جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button