د تورخم بندېدو له امله د کاپیسا انارو لویه برخه خرابه شوې ده

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د بندېدو له امله، د کاپیسا ولایت یو شمېر سوداګر او باغ لرونکي وايي چې د انارو لویه برخه یې فاسده شوې ده.
پیوستون، چې یو سیمهییز سوداګر دی، وايي د طالبانو اداره په کاپیسا کې یوازې توانېدلې چې د زیانونو لومړني معلومات او د زیانمن شویو کسانو نوملړ راټول کړي او د کرنې وزارت ته یې واستوي. د هغه په وینا، دغه وزارت ژمنه کړې چې له باغ لرونکو سره به مرسته وکړي، خو تر دې دمه هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
یو بل سوداګر اکاجان وایي، څو موټر چې په کې سوداګریز توکي، په تېره اندازه زیاته د انارو صندوقونه بار وو، د تورخم په لاره بند پاتې شول چې ځینې یې د ګرمۍ له امله فاسد شوي دي.
بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونې هم دغه ستونزه تایید کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو اداره باید د افغان بزګرانو او سوداګرو ملاتړ لپاره مؤثر حللارې غوره کړي. د دغې خونې مرستیال، میرویس حاجيزاده وایي، د طالبانو ادارې او د پاکستان دولت ترمنځ بېباوري د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سیوری غوړولی او د دا ډول وضعیت دوام کولای شي چې د هېواد پر اقتصاد نور هم منفي اغېز وکړي.
هغه زیاتوي، د بدیلو سوداګریزو لارو جوړول او د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول کولای شي له ستونزو څه نا څه کمښت راولي؛ خو دا چې اوسمهاله چارواکي د سوداګرو عاجلو اړتیاوو ته ځواب نه وايي، ښيي چې د طالبانو اداره د اقتصادي کړکېچونو د مدیریت لازم وړتیا نه لري.
یادونې وړ ده چې وړاندې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اعلان کړی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندو سوداګریزو لارو له امله، یواځې سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او تر ۵۰۰ ډېر د مېوو او ترکارۍ بار موټرونه پر لارو خراب شوي دي.




