اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د سړک د غځولو پروژه ۱۵ سلنه پرمختګ لري

د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي چې د دند څلور لارې نه تر باغ‌پل پورې د سړک د غځولو د پروژې کار تر اوسه ۱۵ سلنه پرمختګ کړی او دا پروژه د ښار د مهمو ښاري پرمختیایي طرحو له ډلې شمېرل کېږي.

د دغو چارواکو په وینا، دغه پروژه د یو میلیارد او څلور سوه میلیونه افغانیو په ټول لګښت عملي کېږي او موخه يې د ترافیکي ازدحام کمول او د تګ راتګ اسانتیا رامنځته کول دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د کندهار له ډېر ګڼه ګوڼې لرونکو برخو ګڼل کېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کندهار ښاروالۍ زیاته کړې چې د دې پروژې عملي چارې به په اتلسو میاشتو کې بشپړې شي او له بشپړېدو وروسته به خلکو ته د استفادې لپاره وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار اوسېدونکي تل د پروژو پر شفافیت، د کار پر کیفیت او د عامه پروژو پر وخت بشپړېدو ټینګار کوي؛ یوه موضوع چې د طالبانو تر ادارې لاندې په ډېرو ښاري پروژو کې له ننګونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button