په کندهار کې د اختر په مناسبت ۲۰۱ بندیان خوشې شول

د کندهار د سرپوزې مرکزي بند چارواکو ویلي چې د کوچني اختر د راتګ په مناسبت ۲۰۱ بندیان له دغه بند څخه آزاد شوي او د ۳۹۳ نورو بندیانو د بند موده هم راکمه شوې ده.
په هغه خبرپاڼه کې چې د بند لهخوا خپره شوې، راغلي چې دا اقدام د اختر له اړوندو پرېکړو سره سم ترسره شوی دی. د بند چارواکو د بندیانو د جرمونو ډول، د انتخاب معیارونه او د دوسیو د ارزونې بهیر په اړه جزییات نهدي ورکړي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت او د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ لسګونه بندیان خوشې شوي وو.
په افغانستان کې د مذهبي مناسبتونو پر مهال د زندانیانو خوشې کول اوږد تاریخ لري، خو د بشري حقونو بنسټونه تل د دوسیو د ارزونې د بهیر پر شفافیت او د بندیانو د حقونو پر درناوي ټینګار کوي؛ هغه موضوع چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم لا ډېره روښانتیا او حسابورکونې ته اړتیا لري.




