اقتصادمهم خبرونه

د قندهار د انارو صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي

د قندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږکال له دې ولایت څخه تر ۲۱ زره ټنه زیات انار بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي چې تېر کال یوازې ۷ زره ټنه انار له قندهار څخه صادر شوي وو. د هغه په وینا، سږني صادرات د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د همکارۍ او د افغانستان د ملي سوداګرو د مالي ملاتړ پر بنسټ ترسره شوي دي.

د دې صادراتو عمده هېوادونه مالیزیا، ازبکستان، روسیه او پاکستان دي. د کرنې ریاست ویاند ټینګار کوي چې دا بهیر، سره له دې چې د طالبانو حکومت وضعیت ناسم دی، لا هم د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکتور د لا زیات ملاتړ اړتیا لري.

کارپوهان باور لري چې طالبان که څه هم دغه شمېرې د یو بریالیتوب په توګه وړاندې کوي، خو په بنسټیزو خدماتو، معیاري بسته‌بندۍ، نړیوال بازارموندنې او د ګمرکي چارو په اسانتیا کې پاتې راغلي دي. دوی وایي دا کم‌کاري د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پایدار پرمختګ خنډ ګرځېدلی او اقتصادي فرصتونه یې محدود کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button