د کندهار انارو صادرات آسیایي هېوادونو ته زیات شوی

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې ریاست چارواکي وایي، له افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته، نورو هېوادونو ته د مېوو صادرات زیات شوي دي. د دوی په وینا، یوازې له کندهار ولایت څخه تر ۲۳ زره ټنه ډېر انار هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیې او ازبکستان ته صادر شوي، چې ټول ارزښت یې شاوخوا لس نیم میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
کندهار د افغانستان له مهمو مېوهځایونو څخه ګڼل کېږي، چې خاصتاً د انارو په تولید کې ځانګړی شهرت لري؛ خو په وروستیو کلونو کې د خپلو کرنیزو توکو د لېږد او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو بندېدو، چې د افغانستان د کرنیزو توکو او تازه مېوو اصلي مسیر بلل کېږي، افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
له دې سره سره، سیمهییز چارواکي وایي، لسګونه ټنه نور انار د کندهار په یوه نوي فابریکه کې پروسس شوي دي. دوی زیاتوي، د دې ډول فابریکو جوړول کولای شي د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي او د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
اقتصادي کارپوهان باور لري تر هغو چې طالبان په سیمهییزه کچه باثباته سوداګریزو لارو او اقتصادي اړیکو جوړولو کې بریالي نه شي، افغان تولیدوونکي او صادرونکي به تل له ستونزو لکه د سرحدونو تړل کېدل او د ترانسپورت محدودیتونه سره مخ وي.




