اقتصادمهم خبرونه

د کندهار انار لومړی ځل قطر ته صادر شول

د کندهار سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د دې ولایت د انار صادرات د لومړي ځل لپاره قطر ته پیل شوي او په یوه لیږد کې شل ټنه تازه انار چې ۳۰ زره ډالره ارزښت لري، دغه هېواد ته استول شوي دي.

سبغت‌الله فیضي، د صادرونکي شرکت استازی، وايي دا د کندهار د انارو د صادراتو لومړنۍ تجربه ده چې د قطر بازار ته استول کېږي او هڅې دوام لري څو د افغانستان د صادراتو د نړیوالو بازارونو پراختیا ته زمینه برابره شي. د ده په وینا، دا لېږد د تازه مېوو د صادراتو د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

په همدې وخت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د قطر تر څنګ، د روان کال په ترڅ کې له کندهار څخه له ۲۲ زره ټنو زیات انار د اسیايي او اروپايي هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي. محمد حنیف حقمل، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، وايي د روان کال د انارو ټول صادرات ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسېږي.

د حقمل په وینا، د صادراتو بهیر د سوداګرۍ خونې په همغږۍ او د افغان سوداګرو په مالي ملاتړ پرمخ ځي، خو بزګران ټینګار کوي چې د دې بهیر د دوام لپاره باید د ترانزیټ، بازارموندنې او د تولیدونکو د ملاتړ په برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا ولایت شاوخوا ۱۵ زره هکتاره د انارو باغونه لري او هر کال نژدې ۲۷۴ زره ټنه انار تولیدوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button