سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

پاکستان او طالبانو یو بل پر اوربند د سرغړونې تورن کړل

په وروستیو غبرګونونو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پولې پر وروستۍ نښتې دواړو خواوو یو بل د شخړې د پیل مسئول بللی دی. دا پېښه د سولې د خبرو اترو پر مهال په استانبول کې شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۱۵مه، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې دعوه کړې چې نښته د پاکستاني ځواکونو له خوا پیل شوې ده. د نوموړي په وینا، طالبانو د خبرو اترو د هیئتونو او د ملکي خلکو د زیان مخنیوي په خاطر متقابل غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړي زیاته کړې چې د تېرې غونډې پر مهال پر اوربند د دوام او پر نه تجاوز هوکړه شوې وه.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت دا ادعا په بشپړه توګه رد کړې او طالبانو ته یې د نښتې د پیل تور ور اړولی دی. الوزارتي اعلامیه کې راغلي چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو غبرګون “مسئولانه او محدود” و.

دغه وزارت ویلي چې دا مهال وضعیت د کنټرول لاندې دی او اوربند لا هم پر خپل حال پاتې دی.

یادې پولې ته څېرمه نښتې، هممهاله له دریم پړاو خبرو سره شوې دي چې د طالبانو او د پاکستان د دولت ترمنځ، په استانبول ښار کې روانې دي. دې ناستې ته د طالبانو د ادارې استازي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غړي او د دواړو هېوادونو استخباراتي چارواکي ور بلل شوي، او قطر او ترکیې یې منځګړيتوب کړی دی.

د دغو خبرو موخه د اوربند پیاوړتیا او د نښتو د پراخېدو مخنیوی بلل شوی دی.

سره له دې چې خبرې په رسمي فضا کې روانې دي، خو دا ډول نښتې د دواړو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو د ژمنتیا پر عملي کېدو شکونه راپورته کړي دي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌ثباته پولې د مدیریت په اړه اندېښنې سېوا کړې دي؛ هغه پوله چې پخوا هم له امنیتي او سیاسي اختلافونو د نښتو شاهده پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button