د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په کندهار کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره نوی ښارګوټی جوړېږي

په د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ کې د میر هزار کاریز په سیمه کې پر نږدې درې زره جریبه ځمکه یو نوی ښارګوټی جوړېږي چې موخه یې د هغو کورنیو اسکان دی چې له بهر هېوادونو څخه بېرته راستانه شوې دي.

د کندهار د ښار جوړونې او استوګنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ښارګوټي کې نږدې څلور زره راستنېدونکو کورنیو ته د منظمو سرکونو لرونکي استوګنیزې نمرې ورکول کېږي، او پلان شته چې مسجد، مکتب، دیني مدرسه، کوڅک، تجارتي مارکېټ، روغتیايي مرکز، د واده تالار، د لوبو میدانونه او د اوبو رسونې شبکه هم ور جوړ شي.

عبدالمتین سعید، د کندهار د ښار جوړونې او استوګنې رئیس، ویلي چې د منظمې سرک‌دارې نمرې د وېش لړۍ د ژړۍ ولسوالۍ په کچه روانه ده. په همدې مهال، د کندهار د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو ریاست هم ویلي چې په دامان او ژړۍ ولسوالیو کې د زرګونو کورنیو لپاره د ځمکې وېش بهیر پیل شوی دی.

نعمت‌الله اُلفت، د یاد ریاست مرستیال، ویلي چې د نومرو مساحت له ۵۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ متره مربع پورې دی او دا د شاوخوا پنځه زره کورنیو د استوګنې لپاره طرحه شوې ده. د ده په وینا، د سپین بولدک، تخت پول او پنجوایي ولسوالیو کې هم د ورته ښارګوټو د جوړولو پلانونه شته.

خو یو شمېر بېرته راستانه شوې کورنۍ د دې اقدام هرکلی په احتیاط کوي او له طالبانو غوښتي چې د بنسټیزو خدمتونو په برابرولو کې جدي پاملرنه وکړي. ځايي اوسېدونکي وايي، که سرک، مکتب او د دوامداره اوبو لاسرسی موجود نه وي، نو په دغو ښارګوټو کې ژوند کول به له سترو ستونزو سره مخ شي.

یو نوی راستنېدونکی وايي، کورنۍ بېړني ډول سرک او مکتب ته اړتیا لري، بل بیا ټینګار کوي چې د څښاک اوبو لاسرسی د ژوند د دوام لپاره حیاتي ارزښت لري. دغه څرګندونې یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کوي چې د طالبانو اداره د بېرته راستانه شویو کورنیو په وړاندې د خدماتو د کیفیت په برخه کې څه مسوولیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button