په کندهار ښار کې د اته کيلومتره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د کندهار د والي د دفتر چارواکو ويلي چې د دغه ولايت د مرکز يو نوی سړک له څلور لارې امارت څخه تر د نساجۍ پله پورې، د شاوخوا اته کيلومترو په اوږدوالی او ۸۰ مترو په سور، رسماً د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې پروژې ټول لګښت ۱.۸ ميليارده افغانۍ اټکل شوی، او په لومړۍ پړاو کې يې د ۱۱۵ ميليونو افغانیو په لګښت لومړنۍ چارې، چې د سيمې تياری او د ودانیزو عملياتو پيل پکې شامل دي، پيل شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې محلي چارواکو ويلي چې د پروژې دويم پړاو به په راتلونکي کال کې پيل شي، خو تر اوسه د بشپړېدو نېټه، د پاتې مالي سرچينو او د کيفيت د څارنې په اړه روښانه جزئيات نه دي شريک شوي.
که څه هم د بنسټيزو پروژو پلي کول کولی شي د ښار د تګ راتګ په اسانتيا کې مهم رول ولوبوي، خو يو شمېر د کندهار اوسېدونکي ټينګار کوي چې مالي شفافيت، د ښاري اړتياوو د لومړيتوب ټاکنه او د طالبانو د ادارې د عامه بودجې د مصرف په اړه حساب ورکونه هغه مهمې موضـوعات دي چې بايد جدي توګه ورته پاملرنه وشي.




