اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د لومړیو خوراکي مرخیړیو راټولول پیل شول؛ بزګرانو ته نوی امید

په کندهار ولایت کې هغو بزګرانو چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو ضد دفتر او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې په همکارۍ یې په خاکریز ولسوالۍ کې د مرخیړیو کروندې جوړې کړې وې، اوس د خپلو حاصلاتو راټولول پیل کړي دي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د شاوخوا ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اړینو وسایلو برابرولو سره، په دې ولسوالۍ کې د مرخیړیو د کر کیلي زمینه ۳۰ بېوزلو کورنیو ته برابره شوې ده. چارواکي وایي دا برنامه د بزګرانو د ژوند ښه کولو، د کوکنارو بدیلو کروندو د رواجولو او د ګټورو نباتاتو د پیژندلو لپاره پیل شوې ده.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، دغو کورنیو ته ۲۳ ډوله وسایل او د مرخیړیو تخمونه ورکړل شوي، څو توان ورکړي چې خپل واړه کورني فارمونه جوړ کړي او د لوړ عوایدو څخه ګټه واخلي. دا لومړی ځل دی چې د خوراکي مرخیړیو کرنه په رسمي ډول په کندهار کې پيلېږي، او د دې کرنې د پراختیا لپاره نورو ولایتونو ته د پراختیا پلانونه هم شته. د مرخیړیو فی کیلو بیه د ځایي بازارونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو پورې ده.

د هالند د کمېټې استازو هم د بزګرانو لپاره د وسایلو او اړینو موادو د برابرولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا نبات د کوکنارو یوه مناسبه بدیله ده او دوی به له بزګرانو سره خپلې مرستې دوام وکړي. د دې ادارې استازي عبدالهادي داوودزي ویلي چې دا شاوخوا ۲۰ زره ډالري مرسته د کوکنارو پر کر پورې د بزګرانو د تکیې کمولو لپاره شوې ده.

بزګران دا برنامه د کوکنارو له کر څخه د وتلو یوه لاره بولي.

په وروستیو میاشتو کې، د کرنې ریاست د بدیلو کروندو د پیژندلو او پراختیا لپاره نوې هڅې کړي دي. که څه هم دا ډول مرستې بزګرانو ته د یو ښه راتلونکي زېری ورکوي، خو د دې برنامو د دوام او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو ثبات ته اړتیا ده، او د طالبانو د حکومت د محدودیتونو او ننګونو له امله، لا هم د بزګرانو د معیشت وضعیت د پام وړ ګواښونو سره مخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button