د کندهار ښار لپاره د دوو د څښاک اوبو د پروژو کار پيل شو

د سره صليب کميټې اعلان کړی چې د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې د څښاک د اوبو د دوو پروژو کار پيل شوی دی. د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته، شاوخوا ۸۵۰ کورنۍ به د نلکشۍ له لارې پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، يادو شوو کورنيو اوس د داسې سيمې اوسېدونکي دي چې هلته د څښاک د اوبو هيڅ باوري سرچينه نه شته، او خلک د اوبو د برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
د پروژې د تطبيق مسوولينو ويلي چې د دې کار هدف د صحي اوبو دوامداره لاسرسی او د سيمې د اوسېدونکو د ستونزو کمول دي. د څښاک د اوبو کمبود د کندهار ښار په يو شمېر برخو کې له اساسي ننګونو څخه ګڼل کېږي، چې د کورنيو پر روغتيايي حالت مستقيم اغېز لري.
کندهار د افغانستان په سوېل کې موقعيت لري، او د دغه ښار ځينې ناحيې د بنسټيزو زيربناوو د نشتوالي له امله له لومړنيو خدماتو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو، له کمښت سره مخ دي.




