اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د چرګانو د جوجو تولید میاشتنی حجم دوه میلیونو ته رسېدلی

د طالبانو د واکمنۍ تر ادارې لاندې د کندهار د کرنې ریاست ویلي چې په دې ولایت کې د جوجو د تولید فابریکې هره میاشت نږدې دوه میلیونه جوجې تولیدوي. دا شمېر د کندهار د چرګانو فارمونو شاوخوا اویا سلنه اړتیا پوره کوي او یوه برخه یې نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.

د کندهار د کرنې ریاست د مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل په وینا، تېر کال د جوجو تولید د بازار له شلو سلنې کم و، خو په تېر یو کال کې دغه برخه د پام وړ پرمختګ کړی او وتوانېد چې د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د کندهار د جوجو د تولید د فابریکو مسوولین وايي، که د طالبانو له‌خوا نورې اسانتیاوې برابرې شي، د پانګونې د زیاتېدو او د فعالیتونو د پراخېدو زمینه به لا برابره شي. دوی ټینګار کوي چې د دې برخې پراختیا کولای شي د کورني تولید ملاتړ وکړي او د فارمونو بهرنیو سرچینو ته اړتیا کمه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button