اقتصادمهم خبرونه

د کندهار نه درې ګاونډیو هېوادونو ته د ماشومانو وچ شیدو صادرات پیلېږي

د کندهار ولایت د «تاج وطن» په نوم د لبنیاتو او مشروباتو لوي فابریکې مسئولین وایي، چې تر راتلونکې یو میاشتې پورې به د ماشومانو وچو شیدو تولید او صادرات، د کورنیو بازارونو ترڅنګ، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته پیل کړي.

یاده فابریکه دوه کاله وړاندې په عینو مینه سیمه کې فعالیت پیل کړی او دا مهال په ورځ کې د ۲۰۰ ټنه بېلابېلو لبنیاتو توکو د تولید ظرفیت لري. د دې فابریکې مسئول شاهد احمد پوپل وایي، چې نوې تولیدات نه یواځې د افغان ماشومانو د استفادې لپاره تولیدېږي، بلکې یوه برخه یې د صادراتو لپاره هم برابره شوې ده.

د تاج وطن فابریکې کارکوونکي وایي، د محصولاتو د لوړ کیفیت له امله په کورنیو بازارونو کې ورته غوښتنه ورځ تر بلې زیاتېږي. محیب‌الله، یو تن کارګر وویل، چې د دې فابریکې کورني تولیدات د ښه کیفیت لرونکي دي او د مشتریانو رضایت د تولیداتو د پراختیا سبب شوی دی. بل کارګر، فضل‌احمد، زیاتوي، چې پرته له شیدو او خامې څخه، په دې فابریکه کې د انرژۍ مشروبات او فلټر شوی اوبه هم تولیدېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، عبدالاحد صدیقي، رسنیو ته ویلي، چې په هېواد کې د خوړو صنعت، په ځانګړي ډول د لبنیاتو په برخه کې کورني پانګونه، د افغانستان د بازارونو مهمې اړتیاوې پوره کړي دي. نوموړي وویل، داسې فابریکې لکه «تاج وطن»، معیاري دي او د خپلو تولیداتو له لارې د هېواد یوه برخه اړتیاوې پوره کولای شي او صادرات هم پراخولی شي.

د سوداګرۍ خونې د مسئولینو په وینا، دا مهال په کندهار ولایت کې له ۲۰۰ څخه زیات تولیدي فابریکې فعالیت لري، چې تولیدات یې پرته له داخلي مصرف څخه، د سیمې بازارونو ته هم رسیدلي دي؛ یوه داسې موضوع چې د طالبانو د موجودو محدودیتونو په شرایطو کې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو هیله بښوونکی ګام کېدای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button