اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د الوتکو د تم ځای د بیا رغونې پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د الوتکو د تم ځای د بیا رغونې پروژه د سل میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت بشپړه او رسمي ډول ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا پروژه د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوانورۍ وزارت له لوري رهبري شوې او د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ عملي شوې ده. د دې پروژې موخه د الوتکو د ناستې او الوتنې د مدیریت ښه‌والی او د مسافرو لپاره د لا ډېرو آسانتیاوو برابرول بلل شوي دي.

چارواکي وايي، د دې پروژې له بشپړېدو سره د دغه هوايي ډګر د پروازونو د تنظیم ظرفیت زیات شوی او د هوايي شرکتونو او مسافرو د خدمتونو بهیر به لا منظم شي. د احمدشاه بابا هوايي ډګر د افغانستان په سوېل کې یو له مهمو ترانسپورتي تاسیساتو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button