اقتصادمهم خبرونه

په لوګر کې د کهشان سربند او کانال ګټه اخیستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولايت د چرخ ولسوالۍ په کهشان سيمه کې د کهشان سربند او کانال ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. د طالبانو تر ادارې لاندې د انرژۍ او اوبو وزارت وايي دغه پروژه به شاوخوا ۶۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي او نږدې ۲۰۰۰ کورنۍ به ترې استفاده وکړي.

د وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د پلي کولو لګښت شاوخوا ۱۴۳ زره امريکايي ډالره دی، چې د اوبو د سرچينو د ښه مديريت او د سيمه ييزې کرنې د پياوړتيا په موخه عملي شوې ده.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا پروژه د FEO مؤسسې په مالي ملاتړ پلې شوې او د لوګر د اوبو او انرژۍ رياست تر څارنې لاندې يې د تطبیق چارې ترسره شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي له اوږدې مودې راهيسې د کرهڼې لپاره د اوبو د کموالي ستونزه لري، او تمه کېږي چې د دې کانال ګټه اخیستنه به د دوی دا اړتيا تر يوه حده کمه کړي. خو د دغه ډول پروژو دوامدار مديريت او روڼتيا لاهم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له جدي ننګونو ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button