په کابل کې د ښځو د محصولاتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ابتکار یو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو چې پکې د ښځو د لاسساخته او توليدي توکو نندارې ته وړاندې شول. دا نندارتون د ښځينه متشبثينو د تولیداتو د معرفي او د بازارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و.
په دغه نندارتون کې شاوخوا ۷۰ غرفو کې سوداګره ښځو بېلابېل توکي لکه خوراکي مواد، دودیز افغان جامې، انځورګري تابلوګانې او زیورات نندارې ته وړاندې کړي. ځینې غرفهداران وايي، دا نندارتون خلکو ته د دوی د تولیداتو د مستقیمې پېژندنې زمینه برابره کړې ده.
خو یو شمېر متشبثې ښځې په دې برخه کې له ساختاري ننګونو شکایت لري؛ لکه د ښځو لپاره ځانګړو بازارونو نهشتوالی، د خامو موادو کموالی او د کاري جوازونو د اخیستو سختي. یوه غرفهدارې وویل چې ښځو ته د جواز ترلاسه کول ساده نهدي، او دوی اړ دي د دې لپاره ریاستونو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یا خصوصي ادارو ته مراجعه وکړي، چې دا یوه پېچلې او ستړې کوونکې پروسه ده.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د دې نندارتون موخه دا ده چې له متشبثینو ښځو ملاتړ وشي، د بازارموندنې زمینه ورته برابره شي او تولیدات یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته ور وپېژندل شي. فریبا نوري، د دې خونې اجرائیه رییسه وايي، هڅه شوې ده چې د ښځو تولیدات په منظم ډول هم د هېوادوالو او هم بهرنیو لیدونکو ته وارزول شي.
دا نندارتون په داسې حال کې ترسره کیږي چې ډېری متشبثې ښځې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې له پراخو محدودیتونو، د کاري فرصتونو له کمښت او اقتصادي فشارونو سره مخ دي. نقادان وايي، تر هغه چې ښځو ته د ملاتړ واضح پالیسۍ او بازار ته مساوي لاسرسی نه وي برابر، دا ډول پروګرامونه، که څه هم مهم دي، خو دوامداره او ساختاري ملاتړ نشي ځای پر ځای کولای.




