امنیت او پېښېمهم خبرونه
په کابل کې د ښاري نظم او امنيت کميټې غونډه وشوه

د کابل ولايت د ښاري نظم او امنيت کميټې غونډه د کابل والي امينالله عبيد او د پوځي او مدني ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې چې د قضايي چارواکو، د کابل د علماوو شورا استازي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت استازی، د کابل د پوليسو مشر او د استخباراتو ادارې رئيس برخه اخیستې وه، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې شته ستونزې وڅېړل شوې. دغه ناسته د ښاري مديريت د ښهوالي او د امنيتي وضعيت د پياوړتيا لپاره د لارو چارو په ارزونه ځانګړې شوې وه.




