اقتصادمهم خبرونه

په کابل کې د زېرزمکنۍ سوداګریزې پروژې او لمرې برېښنا طرحې وڅېړل شوې

په د ناستې کې د وزیرانو ترمنځ د پانګونې کمېټې په وروستۍ غونډه کې، د کابل ښاروالۍ اړوند په لومړۍ ناحیه کې د یوې زېرزمکنۍ سوداګریزې مارکېټ د جوړېدو طرحه وڅېړل شوه او د لا نورو ارزونو لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته وسپارل شوه. ټاکل شوې ده چې دا پروژه د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې عملي شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د فراه،دایکندي، غور، زابل او روزګان ولایتونو کې د لمرې برېښنا د تولید او زېرمه کولو پروژو په اړه هم بحث وشو. د دغو پروژو تخنیکي ارزونه اړوند شرکت ته سپارل شوې ده.

د طالبانو اداره تر اوسه د دغو پروژو د لګښت، مهالویش او د څار میکانېزم په اړه معلومات نه دي خپاره کړي. اقتصادي کارپوهان په دوامداره توګه ټینګار کوي چې د عامه پروژو د ارزونې او پلي کولو په پړاوونو کې شفافیت کولی شي د احتمالي ستونزو مخه ونیسي او د پانګوالو او اوسېدونکو باور زیات کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button