ټولنه‌یز

د کابل ښاري بسونو کمښت د کاري ساعتونو تر پای وروسته خلک له ستونزو سره مخ کړي

یوشمېر د کابل ښار اوسېدونکي وايي، چې د دولتي دفترونو د کاري ساعتونو تر پای وروسته د ښاري بسونو کمښت جدي ستونزې راولا کړې دي. دوی وايي، د ماسپښین له خوا درې بجو وروسته د ښاري وسایطو شمېر په څرګند ډول کمېږي، چې له امله یې خلک اړ کېږي ساعتونه په تمځایونو کې پاتې شي.

اوسېدونکي زیاتوي، کله چې د دفترونو کارونه پای ته ورسېږي، په تمځایونو کې اوږدې لیکې او ګڼې ګوڼې رامنځته کېږي. دوی وايي، دا وضعیت ځانګړی نهیلوونکی او ستړی کوونکی حالت جوړ کړی، په تېره د کارکوونکو، مېرمنو او زاړه وګړو لپاره. دوی ټینګار کوي چې د منظمو تګلارو او اغیزمنې ادارې نشتون، دا ستونزه لا ژوره کړې ده.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي، د طالبانو د ښاري ترانسپورت ادارې کمزوری مدیریت د ستونزې اصلي لامل بولي او وايي، چې د موټرو د تګ راتګ د تنظیم او د پر ګڼه ګوڼه کې د خلکو اړتياوو ته د رسیدګي لپاره روښانه پلان نه شته. دوی باوري دي چې دا بې‌پروایي د ښار د بنسټیزو اړتیاوو پر وړاندې بې‌غورۍ ښيي.

دوی دا هم وايي، د وسایطو تر څنګ یو شمېر چلوونکي له فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کوي، کرايې لوړوي او له حد زیات مسافر سپاره کوي، چې ورسره د خلکو ستونزې لا زیاتې شوې دي. اوسېدونکي له دولتي ادارو غواړي، چې د ښاري ترانسپورت د ښه مدیریت او جدي نظارت لپاره بیړنۍ چاری ترسره کړي، څو دا ستونزه راکمه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button