ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کابل کې نږدې ۲۶ زره موټرو ته برېښنايي کارتونه او د تګ لوري کتابچې وېشل شوې

د طالبانو د ترانسپورت او هوانورۍ وزارت د ښاري عامه ترانسپورت د تنظیم ریاست وايي، د روان لمریز کال له پیل راهيسې تر اوسه د کابل ښار ۲۵ زره او ۹۸۸ ترانسپورتي وسایطو ته برېښنايي کارتونه او د تګ لوري کتابچې وېشل شوي دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو اسنادو ډېره برخه ښاري ټکسي موټرو ته ځانګړې شوې ده؛ داسې چې ۱۷ زره او ۹۴۹ ټکسيان د کابل په بېلابېلو سیمو کې په دې برخه کې شامل شوي دي.

همدارنګه په دې پروګرام کې ۷۳۳ ښاري بسونه او ۷ زره او ۳۰۶ باروړونکي موټر هم برېښنايي کارتونه او د تګ لوري کتابچې ترلاسه کړې دي، ترڅو د هغوی فعالیتونه د ټاکل شوي چوکاټ دننه ترسره شي.

د ښاري عامه ترانسپورت د تنظیم ریاست مسوولین وايي، د دې اقدام موخه د ښاري ترانسپورت ښه تنظیم، د وسایطو د فعالیتونو شفاف‌سازی، او د کابل ښار د تګ راتګ د نظم ښه والی دی؛ هغه موضوع چې د ښار اوسېدونکو تل د هغې د عملي او اغېزمن تطبیق غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button