اقتصادمهم خبرونه

د کابل د ټرانسپورټ د خدمتونو د مرکز د جوړولو پروژه ۲۵ سلنه پرمختګ لري

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې د کابل د کاري واحدونو د مرکز (وان سټاپ شاپ) د جوړولو پروژه تر اوسه ۲۵ سلنه بشپړ شوې ده. د دې وزارت په وینا، د دې پروژې لګښت ۷ ميليونه او ۹۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

دغه مرکز د کابل د سړک ټرانسپورټ د عمومي ریاست په انګړ کې جوړېږي، او موخه یې د اداري چارو منظمول او د مراجعينو د کارونو د ترسره کېدو بهیر ګړندی کول بلل شوی دی. مسؤلین وايي چې له پروژې د بشپړېدو وروسته به د ټرانسپورټ اړوند خدمتونه په یو واحد ځای کې وړاندې کېږي.

د «وان سټاپ شاپ» په نوم دا ډول مرکزونه عموماً د مراجعينو د تګ راتګ د کمولو او د خدماتو د وېش د مخنيوي لپاره رامنځته کېږي. خو د ښار اوسېدونکي ټینګار کوي چې د خدمتونو د کیفیت ښه والی، د پروسو شفافیت او د اداري بوروکراسۍ کمول باید د دا ډول پروژو بنسټیزې موخې وي.

د طالبانو اداره تر اوسه د دې پروژې د بشپړېدو دقيق وخت نه‌دی اعلان کړی. د ښاري چارو کارپوهان وايي چې د دې ډول طرحو عملي کېدل کولای شي د خلکو او د خدمت وړاندې کوونکو ادارو تر منځ د باور فضا پیاوړې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button