ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کابل کې د ۳۴۴ مسلکي روزنیزو زده‌کړیالو د فراغت مراسم ترسره شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، ۳۴۴ تنه روزنیزان له دې وروسته چې د شپږو میاشتو نظري او عملي زده‌کړې یې په بېلابېلو مسلکي برخو کې بشپړې کړې، په کابل ښار کې یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د دغه وزارت د کاري چارو مرستیال، مولوي محمدزاهد احمدزي، وویل چې د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغو ځوانانو لپاره پیل شوي چې له زده‌کړو پاتې دي، له روږدو کسانو څخه روغ شوي، کمزوري اقشار او معیوب مجاهدین دي. د ده په وینا، د دې پروګرامونو موخه د بېکارۍ کمول او د هغو ډلو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د کار فرصتونو ته محدود لاسرسی لري.

احمدزي د دغو روزنیزو پروګرامونو په اقتصادي ځان‌بسیا کې د کورنیو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې فارغان کولای شي له دورې وروسته د زده‌کړو له لارې ترلاسه شوي مهارتونه په کار واچوي او د خپل حلال رزق لپاره کار وکړي. خو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول پروګرامونو بریا د واقعي کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د عمومي اقتصادي وضعیت د ښه کېدو پورې تړلې ده.

بل‌خوا د مهارتونو د ودې عمومي رییس مولوي رحیم‌الله صراح د اسلام له نظره د کسب او کار پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې خپلې مهارتونه او تجربې په اغېزمن ډول د ټولنې او خپلو کورنیو په خدمت کې وکاروي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغو روزنیزانو د نلدوانۍ، برېښنا، د موبایل ترمیم، د کمپیوټر زده‌کړو او د وېب‌سایټ ډیزاین په برخو کې روزنه ترلاسه کړې ده؛ هغه برخې چې که د کار بازار ورته برابر شي، د ښارونو د خدمتي اړتیاوو یوه برخه پوره کولای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button