طالبان: په کابل کې له شیشهسیاه موټرو او ناقانونه وسلو سره مبارزه چټکه شوې

د کابل امنیه قومانداني، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، ویلي چې د دې ادارې د مشرتابه په امر، شیشهسیاه لرونکو موټرو د پاکولو او ناقانونه وسلو د راټولولو لړۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د چکپواینټونو له لارې چټکه شوې ده.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د دغو اقداماتو په ترڅ کې د ښار په مختلفو سړکونو او لارو کې پراخې پلټنې ترسره کړي، څو هغه موټر او کسان ومومي چې پرته له قانوني اسناده فعالیت کوي. دا لړۍ به د کابل په بېلابېلو ناحیو کې پرلپسې دوام ولري.
د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ، د دغو عملیاتو پر مهال له ۲۰۰ زیات استعلامونه، پارچې، مکتوبونه او ورته اسناد چې د وسلو د انتقال او د شیشهسیاه موټرو د کارولو لپاره به کارېدل، ضبط شوي دي.
که څه هم د طالبانو اداره دغه اقدامات د نظم او امنیت د ټینګښت لپاره بولي، خو د دې امرونو د تطبیق څرنګوالي په اړه شفافیت نهشتون او د چکپواینټونو د دلخواه چلند احتمال، د کابل اوسېدونکو کې د ښاریانو د حقونو او د امنیتي ځواکونو د احتمالي خپلسري چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.




