اقتصادمهم خبرونه

د کابل دست‌فروشان د شاروالۍ پر پرېکړې اعتراض کړی: د حضوري چمن انتقال زموږ عایدات کم کړي

یو شمېر د کابل ښار دست‌فروشان وايي چې د ښاروالۍ له‌خوا له ګڼې ګوڼې سیمو څخه حضوري چمن ته تر انتقال وروسته، د دوی عایدات په څرګند ډول راکم شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغوی زیاتوي چې دا وضعیت د دوی د کورنیو د ورځنیو لګښتونو د تأمین توان خورا محدود کړی دی.

د کابل ښاروالۍ څو ورځې وړاندې د ښار د ځینو برخو د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه، دست‌فروشان له سړکونو او مزدحمو نقطو راټول او حضوري چمن ته یې ولېږدول. دا اقدام داسې مهال ترسره شو چې ډېری دغه پلورونکي پر خپلو ورځنیو عایداتو تکیه لري، او د کار ځای بدلون په مستقیم ډول د دوی پر پلور اغېز کوي.

ځینې هغه کابل ښاریان چې له کلونو راهیسې د سړک د غاړې کارونو سره بوخت وو، وایي چې نوی ځای د پېرېدونکو له تګ راتګ ډک نه دی او دا لامل شوی چې د دوی عایدات په پام وړ ډول راکم شي. هغوی زیاتوي چې په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې، هر ډول د عاید کمښت کولی شي د دوی کورنۍ له جدي ننګونو سره مخ کړي.

دغه دست‌فروشان له د طالبانو له اړونده چارواکو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي او د دوی د کار د وضعیت د ښه‌والي لپاره عملي حل لارې ومومي. د دوی په باور، د دست‌فروشان د تنظیم په اړه پرېکړې باید د ټیټ عاید لرونکو کسانو د معیشت وضعیت په پام کې ونیسي او د کار مناسب فرصتونه برابر کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button