اقتصادمهم خبرونه

د کابل ښاروالۍ د ښارنو پارک د بیا رغونې کار په يو ميليارد افغانیو پانګونې سره پيل شو

د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښارنو پارک د بیا رغونې او پراختیا کار د عامه او خصوصي سکټور د ګډې پروژې په چوکاټ کې، د يو ميليارد او ۹۰۴ ميليونه افغانیو په لګښت پيل شوی او تمه ده چې دا پروژه به د دريو کلونو په موده کې بشپړه شي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، ښارنو پارک چې ۹۰ زره او ۶۶۳ متره مربع مساحت لري، د کابل له پخوانیو او پېژندل شوو ښاري پارکونو څخه ګڼل کېږي چې اوس یې بنسټیز او جوړښتي کارونه د نوي کولو او پراخېدو په موخه پيل شوي دي.

د ښاروالۍ په وینا، شاوخوا ۱۴٫۳۲ سلنه د پارک له مساحت څخه د يوې لوړې تجارتي ودانۍ، زېرزمينی مارکېټ، د ښځو ځانګړي مارکېټ، د تفريح سیمې، رستورانتونه، جومات، د اوبو حوض، موټر تمځای، ورزشي او فرهنګي برخې او د فاتحې سالون د جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ده.

همدارنګه د پارک یوه برخه د نهالونو کرلو، شنو ساحو جوړولو، د چاپېریال ساتنې سیستم او د سرپټو او پرانیستو تفريحي تاسیساتو د رامنځته کولو لپاره ځانګړې شوې ده. د کابل اوسېدونکي وايي چې دا کار کولای شي د ښار د چاپېریال د ښه‌والي لپاره مهم رول ولوبوي.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې له پروژې د بشپړېدو وروسته به د پارک عامې برخې د ښار اوسېدونکو لپاره وړیا وي؛ خو تر اوسه د مالی شفافیت، د څارنې څرنګوالي او د پروژې د عوايدو د مديريت په اړه د طالبانو ادارې څرګند جزئيات نه‌دي وړاندې کړي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژې عوايد د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي او ۳۰ سلنه د پارک د تجارتي تاسيساتو عوايد به د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته انتقالېږي. همدارنګه قراردادي شرکت به حق ونه‌لري چې د پارک د تاسيساتو د خپلواکې ګټې لپاره یې وپلوري، په رهن ورکړي يا ترې شخصي استفاده وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button