سياستمهم خبرونه

د کابل اوسېدونکو د پاکستان پر پوځي بریدونو غبرګون وښود

سلګونه د کابل ښار اوسېدونکي د پاکستان د پوځي بریدونو پر وړاندې، چې د افغانستان پر ځینو برخو شوي دي، د اعتراض غونډه وکړه. ګډونوالو د پاکستان ضد شعارونه ورکړل او له ملي دفاعي ځواکونو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

معترضانو ټینګار وکړ چې د هر ډول «تجاوز» پر وړاندې به ودرېږي. بریالي امین، د ګډونوالو له ډلې یو، وویل چې د افغانستان خلک د هر ډول برید پر وړاندې د مقاومت ژمنه لري او د طالبانو د ادارې له ځواکونو سره په لومړۍ کرښه ولاړ دي.

یوشمېر ګډونوالو د پاکستان بریدونه پر ملکي وګړو، د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې وبلل او له د بشري حقونو له مدافع ادارو یې وغوښتل چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي.

همایون هوتک په دې غونډه کې وویل چې د هغه په باور د ملکي کسانو وژل د اسلامي اصولو پر ضد دي او له همدې امله خلک دې اعتراض ته راوتلي دي.

دغه مظاهره په داسې حال کې په کابل کې ترسره شوه، چې له دې مخکې هم د تخار، نیمروز، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د ورته غونډو په جوړولو سره د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او له د طالبانو د ادارې له ځواکونو یې ملاتړ اعلان کړی و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button