د کابل د برېښنا ناسمې پرېکېدنې د ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی

د کابل د اوسېدونکو ورځنی ژوند د ژمي په روان موسم کې د برېښنا د دوامدارو او بېنظمې پرېکېدنو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. دا یو له مهمو ورځنیو ننګونو څخه ګڼل کېږي، چې بې له کومې روښانه زمانې دوام لري او د برېښنايي وسایلو عادي کارول یې ستونزمن کړي دي.
د ښار اوسېدونکي وايي، برېښنا په ناڅاپي او نهپېژندل شوو وختونو کې، کله ناکله د شپې نیمایي کې بېرته راځي او له لږې مودې وروسته بیا پرې کېږي. د دوی په وینا، د منظم وېش د مهالویش نشتوالی د کور، کار او زدهکړو چارو ته جدي ستونزې پیدا کړي دي او له طالبانو غواړي چې یو روښانه او عملي حل وړاندې کړي.
دغه ستونزه یوازې د استوګنې سیمو پورې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې اقتصادي فعالیتونو، دوکانونو او ښاري خدمتونو ته یې هم منفي اغېزې رسولې دي. یو شمېر کاروباریان وایي، ناڅاپي برېښنا پرېکېدنې د عوایدو د کموالي او د خدمتونو د ګډوډۍ لامل شوې دي.
د برشنا شرکت د کابل د برېښنا د کموالي خبره تأیید کړې او ویلي یې دي چې د برېښنا د پرېکېدنو د کمولو لپاره یې یو حرارتي بټۍ لس ساعته په شپه او ورځ کې فعاله کړې ده. د دې شرکت په وینا، دغه بټۍ ۷۰ تر ۸۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د کابل برېښنا شبکې سره نښلول شوې ده.
محمد ناصر احمدي، د برشنا شرکت د پلان جوړونې مشر، ویلي چې دا مهال شاوخوا ۶۰ سلنه د کابل اوسېدونکي ۲۴ ساعته برېښنا ته لاسرسی لري، او تمه ده چې د روانو پروژو له بشپړېدو سره په راتلونکو یو تر دوو کلونو کې د پرېکېدنو کچه راکمه شي.
خو د انرژۍ کارپوهان زیاتوي، د ژمي د مصرف د زیاتوالي، د شبکې تخنیکي ستونزې او د وارداتي برېښنا پر شدیده تکیه هغه عوامل دي چې د پرېکېدنو دوام ته لاره هواروي. دوی ټینګار کوي چې تر اوسه د طالبانو لهخوا د برېښنا د بحران د دايمي حل لپاره روښانه، اوږدمهاله او د ارزونې وړ برنامه عملي شوې نه ده او دغه خلا د خلکو نارضایتي زیاته کړې ده.




