ټولنه‌یزمهم خبرونه

کابل ښاروالۍ د اجباري کاري جریمې په اړه راپورونه رد کړل

د کابل ښاروالۍ استازي اعلان کړی چې په ځینو جعلي پاڼو کې خپاره شوي خبرونه، چې ګواکې د چاپېریال سرغړونکو د جریمې لپاره نوی قانون تصویب شوی، حقیقت نه لري. نعمت‌الله بارکزی، د کابل ښاروالۍ استازی، ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې مطالب خپریږي چې ادعا کوي د نوي قانون له مخې به سرغړونکي کسان د یوې ورځې اجباري کار ترسره کولو ته مجبوریږي، خو دا ډول پرېکړه اصلآ نه ده شوې. د نوموړي په وینا، دغه ډول معلومات د غیراوسمي او جعلي سرچینو له لوري خپرېږي او باید وګړي پرې باور و نه کړي. بارکزی ټینګار کړی چې د کابل اوسېدونکي کولای شي د ښاروالۍ د فعالیتونو، مقرراتو، اصولو او لارښوونو په اړه کره او باوري معلومات یوازې د دې ادارې له رسمي پتو، چینلونو او پاڼو څخه ترلاسه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button