په کابل او ولایتونو کې د کانېزو موادو د کتنې لابراتوارونه جوړېږي

په مرمرین ماڼۍ کې د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمېټې د وروستي غونډې پر مهال، چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شوه، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د کانېزو موادو د کیفیت د ارزونې لپاره د پرمختللو لابراتوارونو د جوړېدو موضوع وڅیړل شوه. د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د معلوماتو له مخې، دغه طرحه د غونډې له خوا ملاتړ شوې او تصویب شوې ده.
د ورکړل شویو جزئیاتو له مخې، د دغو لابراتوارونو د جوړېدو لپاره ټولټال ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده. له دې جملې څخه، ۱۵ میلیونه افغانۍ به د لابراتوارونو په جوړولو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ به د عصري او پرمختللو تجهیزاتو په چمتو کولو ولګول شي.
د دغو لابراتوارونو جوړول به وکولای شي د کانېزو موادو د استخراج او صادراتو چارې لا غوره او مسلکي کړي. سره له دې چې افغانستان بډایه کانېز زیرمې لري، خو د معیاري وسایلو نه شتون د دغو زیرمو د شفافې او مؤثرې استفادې پر وړاندې همېشه یوه اساسي خنډ ګڼل شوی دی.
د طالبانو له خوا د دې پروژې د تطبیق، مالي شفافیت او څار پر وړاندې د ټولنې او رسنیو پر نظارت ټینګار شوی، څو ډاډ ترلاسه شي چې د هېواد ملي منافع او زیرزمیني شتمنۍ په سم ډول خوندي او مدیریت شي.




