امنیت او پېښېمهم خبرونه

په مندوي کابل کې اورلګیدنې لس ګدامونه او اتلس دوکانونه سوځولي

د يکشنبې په سهار د کابل ښار د مندوي سيمې په «ميرعلم بوټ‌فروشي سراې» کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه لس ګدامونه او اتلس دوکانونه سوځېدلي دي. دا پېښه د ښار په هغو سوداګریزو برخو کې شوې ده چې ګڼ خلک ورته راځي، او د سيمې اوسېدونکي یې له پام وړ مالي زیان سره مخ کړي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع ويلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې اورلګيدنې لامل د برېښنا شارټی و. د نوموړي په وينا، د دې پېښې له امله شاوخوا ۷۰۰ زره امريکايي ډالره مالي زیان د سوداګرو او دوکاندارانو ته اوښتی دی.

مندوي کابل د لرغونو او مهمو عمده‌فروشي مرکزونو له ډلې څخه ګڼل کېږي چې تل د ګڼ شمېر ګدامونو او دوکانونو له امله له پراخې ګڼه‌ګوڼې سره مخ وي. د معیاري خوندیتوب تدابیرو نشتوالی د دې ډول پېښو خطر زیاتوي. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د مخنیوي اقداماتو او یا د زیانمنو شوو کسانو د مرستو په اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button