امنیت او پېښې

د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د موټر چپه کېدو پېښه؛ شپږ تنه وژل شوي

د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د يوه ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه، چې پکې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي. دا پېښه پرون د لغمان ولایت د قرغه‌یي ولسوالۍ د «میاخان کڅ» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د لغمان د امنيې قومندانۍ ویاند، یونس یوسفزی، د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې د چلوونکي بې‌احتیاطي د دې خونړۍ پېښې اصلي لامل دی. د ده په وينا، موټر تعادل له لاسه ورکړ او بشپړ چپه شو، چې له امله یې یو شمېر سپرلۍ پر ځای مړه شوې.

یوسفزی زیاته کړه چې ټپيان سمدستي روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او دا مهال تر طبي څارنې لاندې دي. تر اوسه د ژوبلو کسانو د روغتيايي حالت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د کابل–جلال‌اباد لویه لاره، چې د ختيځو ولايتونو تر منځ یو له مهمو تګلارو ده، تل د خونړیو ترافيکي پېښو شاهده پاتې شوې. د خوندیتوب تدبیرونو نشتوالی، کمزورې ترافيکي څارنه او د سړکونو خراب حالت د دا ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي. له دې سره سره، د طالبانو اداره تر اوسه د یادې لارې د خوندیتوب لپاره کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button