په کابل کې د زېرزمکني اوبو د سطحې ۴۰ مترو پورې ټیټېدل او له خصوصي شرکتونو پراخه تړاو
د يوې نوې سروې پايلې ښيي چې د کابل د اوسېدونکو د څښاک اوبو د لاسرسي حالت د اندېښنې وړ شوى او په ځينو سيمو کې د زېرزمکني اوبو سطحه تر ۴۰ مترو پورې راکمه شوې ده. د دې سروې له مخې، تر نيمايي زيات کورنۍ اړ دي چې خپلې اړتياوې له خصوصي شرکتونو څخه د اوبو په رانيولو پوره کړي، په داسې حال کې چې د دولتي سرچينو لاسرسی ډېر محدود بلل شوی دی.
دغه سروې چې د «سلام افغانستان» رسنيز بنسټ او د «سلام وطندار» راډيو لخوا د «د کابل د اوسېدونکو د څښاک اوبو لاسرسی» تر عنوان لاندې ترسره شوې، ښيي چې شاوخوا ۵۷ سلنه ګډونوال خپل څښاک اوبه له خصوصي شرکتونو تهيه کوي، په داسې حال کې چې يوازې ۱۰،۵ سلنه د دولتي اوبو لاسرسی لري. همدارنګه، ۶۰ سلنه کسانو د خصوصي اوبو شرکتونو اوبه غير معیاري بللې دي.
دا سروې د دوه مياشتو په موده کې، په ميداني ډول د کابل په شل ناحيو کې د ۱۸۰۰ ګډونوالو په ګډون ترسره شوې، چې نږدې پنځه سلنه يې ښځې وې. ډېری ګډونوال په هغو کورونو کې ژوند کوي چې انګړ لري. د دې څېړنې موخه دا وه چې د څښاک اوبو د دايمي لاسرسي کچه، د کورنيو لګښتونه د اوبو د تهيې لپاره، او د دغو لګښتونو تړاو د کورنيو له اقتصادي عوايدو سره وارزوي.
د سلام وطندار خبريال محمد نصير کشاورز، چې د دې سروې پايلې يې وړاندې کړې، ويلي چې د کابل د ډېری کورنيو نږدې نيمايي عوايد د څښاک اوبو په تهيه کولو لګېږي؛ دا موضوع ښيي چې د اوبو بحران يوازې يو چاپېريالي ستونزه نه ده، بلکې د خلکو پر اقتصادي ژوند هم دروند فشار اچولی دی.
د سروې له موندنو څرګنديږي چې ۶۲،۲ سلنه ګډونوالو ويلي په دوی د استوګنې سيمو کې د اوبو سطحه تر ۴۰ مترو راټيټه شوې او ۷۲ سلنه زياته کړې چې د طالبانو اداره د اوبو پلورونکو خصوصي شرکتونو اغېزمنه څارنه نه کوي. دا نشتوالی د زېرزمکني اوبو د تجارتي ګټې اخيستنې زمينه برابره کړې ده؛ هغه سرچينې چې د کشاورز په وينا، له خلکو د ځمکو څخه استخراج او بيا ورته په لوړه بيه پلورل کېږي.
د سروې جوړوونکو بنسټونو ټينګار کړی چې د اوبو د بحران د کنټرول لپاره دوامداره علمي او رسنيزې برنامې، د ټولنيزو او اقتصادي ننګونو دقيق انځورول، د طالبانو ادارې او نړيوالو بنسټونو پام راجلبول، د خلکو تر منځ د همکارۍ پياوړتيا او د عامه پوهاوي زياتوالی اړين دي.
په هغه ناسته کې چې د دې سروې د پايلو له وړاندې کولو سره هممهاله جوړه شوه، د اوبو او انرژۍ وزارت د زېرزمکني اوبو رئيس وويل چې د للندر بند ډيزاين بشپړ شوی او د جوړولو چارې يې روانې دي. د ده په وينا، دا بند کولای شي د ميليونونو خلکو د اوبو اړتياوې پوره کړي. نوموړي تاييد کړه چې په ځينو سيمو کې د زېرزمکني اوبو سطحه تر ۴۰ نه تر ۱۲۰ مترو پورې ټيټه شوې، خو د اوبو د مديريت په برخه کې د دوامدارو هڅو يادونه يې هم وکړه.
په همدې ناسته کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشرياتو مرستيال د اوبو د مديريت او مصرف په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې د رسنيو رول مهم وباله او له خلکو يې د اوبو د بيا استفادې غوښتنه وکړه. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مرستيال هم وويل، سره له دې چې افغانستان د شنې خاني ګازونو په توليد کې ډېر لږ رول لري، خو بيا هم له اقليمي بدلونونو او د اوبو له بحران څخه سخت اغېزمن شوی او هر تبعه بايد د اوبو د مديريت په برخه کې خپل مسؤليت ادا کړي.




