په کابل کې د صادراتي مالونو د پروسس مرکز لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د طالبانو اداره اعلان کړې چې په کابل ښار د قصبې په سیمه کې یې د صادراتي توکو د پروسس او بسته بندۍ د یو معیاري مرکز د جوړېدو لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته سپارلې ده. دا پرېکړه د طالبانو د مشر د امر پر بنسټ شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې په دغې سیمه کې یو معیاري مرکز جوړ شي، څو د کورنیو تولیداتو د تیارېدو، بسته بندۍ او بهرنیو بازارونو ته د صادرولو بهیر په منظم چوکاټ کې ترسره شي.
د یاد وزارت مسؤلین وایي چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کورنیو تولیداتو کیفیت ښه شي او د صادراتو د پیاوړتیا زمینه به برابره شي. دوی دا هم ویلي چې د پروژې په عملي کېدو سره به یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو ته د کار کولو زمینه پیدا شي.
خو تر اوسه د دغې پروژې د لګښت، د کار د پیل او بشپړېدو د دقیق وخت او همدارنګه د تطبیق د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د صادراتو پیاوړتیا د هېواد د اقتصاد بنسټیزه اړتیا ګڼل کېږي، خو تمه ده چې د طالبانو اداره د دغسې پروژو د شفافیت او سوداګرو ته د ژمنه شوو آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې روښانه ځوابونه وړاندې کړي.




