په کابل کې د اختر د همغږۍ ناسته د «ښه حکومتدارۍ» پر ټینګار سره ترسره شوه

د کابل ولایت مقام د اختر د رارسېدو په مناسبت د همغږۍ ناسته د طالبانو د ادارې له لوري، د کابل والي ملا امینالله عبید په مشرۍ ترسره کړه. په دې ناسته کې د ادارو د تیارۍ او د پلازمېنې اوسېدونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وشو.
د کابل ولایت د مقام د خبرپاڼې له مخې، والي په دې غونډه کې پر ارزښتونو لکه «ښه حکومتداري»، امانتدارۍ، صداقت او له خلکو سره د مناسب چلند پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه له مسئولینو وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص، د مسؤلیت احساس او بشپړ ژمنتیا ترسره کړي.
د کابل والي همدارنګه د ښار د پاکوالي او ښکلا په تړاو، په ځانګړي ډول د ښاري تنظیف په برخه کې، مسئولینو ته لارښوونې او مشورې ورکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د اختر په ورځو کې دې د ښار د پاکوالي وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل اوسېدونکي تل د ښاري خدماتو له ستونزو څخه، په ځانګړې توګه د کثافاتو د مدیریت او د عامه سیمو د څارنې له پلوه شکایت لري. تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د ښار د وضعیت د ښه والي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.




