امنیت او پېښېمهم خبرونه
په کابل کې دوه تنه د ۶۰۰۰ نشه يي ګولیو له درلودو سره ونيول شول

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي په کابل کې ویلي چې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور د دې ښار د نولسمې امنیتي حوزې په ساحه کې نیول شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د دې عملیات په ترڅ کې شاوخوا شپږ زره «ذیکب» ډوله نشه يي ګولۍ او یو موټر له نیول شوو کسانو څخه ترلاسه شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو کسانو لومړنۍ دوسیې ترتیب شوې دي او ټاکل شوې چې د قانوني پروسې د ترسره کېدو لپاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
کابل، چې د هېواد پلازمېنه ده، په وروستیو کلونو کې د ښار په ځینو سیمو کې د نشه يي موادو د خپرېدو له ننګونو سره مخ شوی او مسؤل ادارې تل د قاچاق او وېش د مخنیوي لپاره د خپلو هڅو راپورونه ورکوي.




