په کابل کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور ۵۲ تنه نیول شوي

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۵۲ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا خپاره شوي معلومات ښیي چې یاد کسان د پولیسو له خوا په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسئولینو ویلي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته به دا کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي. د دغو عملیاتو پر مهال ۱۵۰۰ نشهيي تابلیتونه، یو شمېر چرس او شیشه هم له نیول شویو کسانو ترلاسه شوي دي.
که څه هم هڅې روانې دي چې د نشهيي توکو قاچاق او کارونه تر کنټرول لاندې راوستل شي، لا هم اندېښنې شته چې خلک د نشهيي توکو ته اسانه لاسرسی لري. شنونکي وايي، د مخنیوي پر مؤثرو پروګرامونو تمرکز نشته او همداراز طالبان د روږدو کسانو وضعیت ته پوره پاملرنه نه کوي، چې دا چاره د قاچاقبرانو د فعالیت دوام ته زمینه مساعده کړې ده.




