اقتصادمهم خبرونه

پاکستان: له طالبانو سره اقتصادي اړيکې د ترهګرو ضد اقداماتو پورې تړلې دي

پاکستان ويلي، تر هغه چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد او تندلارو ډلو د فعالیت مخنیوي لپاره قاطع ګام پورته نه کړي، نه يوازې دا چې له افغانستان سره به کومه معنا لرونکې اقتصادي همکاري امکان ونه لري، بلکې ديپلوماټيکې خبرې اترې به هم وځنډېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، د پنجشنبې په ورځ په يوه اونيز خبري کنفرانس کې د اسلام‌اباد او د وانه ولسوالۍ پر وروستيو مرګونو بريدونو خبرې وکړې او وې‌ویل چې د دغو بریدونو ترسره کوونکي له افغانستان څخه فعالیت کړی دی. نوموړي زياته کړه: “موږ نشو کولای هممهاله د ترورېزم قرباني او د دوامداره سوداګرۍ تمه ولرو. که امنيت نه وي، اقتصاد هم بې‌معنا دی.”

دا څرګندونې وروسته تر هغې شوي چې طالبانو افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې ده چې له پاکستان سره سوداګري راکمه کړي. اسلام‌اباد دا اقدام د خپلو ورکړل شوو تجارتي امتیازاتو په وړاندې بې‌وفایي بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې، له افغانستان سره د مرستو سره سره، طالبان د امنیتي ګواښونو په مهارولو کې پاتې راغلي دي. هغه وويل: “موږ د ترانزیت، تجارت او وارداتو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې کړې، خو طالبانو له هغو ډلو سره چې زموږ پر ضد له افغانستانه فعالیت کوي، هېڅ مؤثر اقدام نه دی کړی.”

اندرابي د طالبانو د ځینو چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې راوستلو توان نه لري، نوموړي دا خبرې غیرمسؤلانه وبللې. هغه زياته کړه: “طالبان ادعا کوي چې پر افغانستان بشپړ کنټرول لري، نو څنګه ده چې ترهګر له همدې خاورې موږ ته زيان رسوي؟”

نوموړي دا هم وويل چې له طالبانو سره به راتلونکې خبرې، د تندلارو ډلو پر ضد د هغوی له عملي اقدام سره تړلې وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د خپلو هېوادوالو امنیت تأمینول د اسلام‌اباد د حکومت مطلق لومړيتوب دی، او له دې پرته د اقتصادي اړیکو د پراخېدو هېڅ انګېزه نه شته.

د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترهګریزو بریدونو له زیاتېدو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نوې کچې ته رسېدلی. پاکستاني چارواکي له طالبانو غواړي چې د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې مسؤلیت قبول کړي، چې په افغانستان کې یې پټنځایونه موندلي؛ پټنځايونه چې طالبان یې تر اوسه د له‌منځه وړلو لپاره کوم عملي ګام نه دی اخیستی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button